وال سټريټ ژورنال: خليلزاد له طالب استازو سره ليدنه کړې

افغانستان

وال سټريټ ژورنال: خليلزاد له طالب استازو سره ليدنه کړې

289

د افغانستان د سولې برخه کې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېره ورځ قطر کې له طالب استازو سره ليده کاته کړي دي. خليلزاد له دې وړاندې کابل، اسلام اباد، ریاض او دوحه کې د اړوند هېوادونو له چارواکو سره هم ليدنې کړې دي.

امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال د باوري سرچينو په حواله ويلي، چې دواړو لوريو دويمه ناسته کړې ده، خو د ناستې نور جزيات لا نه دي څرګند شوي.

تمه کېده چې د طالبانو او امريکايي لوري تر منځ دا ناسته د روانې مياشتې په پيل کې ترسره شي، خو ښکارې چې د افغان کړکېچ د اواري برخه کې د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تر ګومارل کېدو پورې ځنډېدلې وه.

څلور مياشتې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې الېس وېلز په مشرۍ د امريکايي پلاوي او طالب استازو تر منځ لومړۍ ناسته شوې وه او هغه ناسته بريالۍ بلل شوې وه. دواړو لوريو په دې اړه لومړنۍ خبرې کړې وې او وروسته ويلز څرګنده کړه چې طالبانو سره نور هر څه منلو ته تيار دي، خو يو شرط نه مني او هغه دا چې افغان دولت دې د دې خبرو اترو يو لوری نه وي.

د قطر رسمي سرچينو د دې هېواد لوپوړو چارواکو سره هم د خليلزاد د ليدنې خبر ورکړی او څرګنده کړې يې ده، چې دې ليدنو کې د افغانستان د سولې په اړه او په کې د قطر پر رغنده رول خبرې شوې دي. د دې هېواد سرچينو د خليلزاد او طالب استازو تر منځ ناستې په اړه څه نه دي ويلي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيدر ناورټ ويلي، چې خليلزاد به د افغان سولې په اړه له ګڼو ښکېلو خواو سره ليده کاته وکړي او د خپل سفر په پای کې به کابل ته ولاړ شي. هغې زياته کړې چې د ليدو کتو دا لړۍ د دې لپاره ده چې د افغانستان د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې بريالۍ شي.

په داسې حال کې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې يو ځل بيا ټينګار کړی چې طالبانو سره د روغې جوړې د خبرو مشري به افغان دولت کوي او امريکا يوازې د دې بهير ملاتړ کوي، طالبانو لا له زلمي خليلزاد سره د ناستې او د سولې خبرو کې د افغان دولت د ګډون په اړه تازه څه نه دي ويلي. هغوی وړاندې باګرام اډه کې امريکايي لوري سره خبرې په کلکه رد کړې وې.



اعلان