د سامسنګ نوی مبايل څلور شاتنۍ کمرې لري

پام وړ

د سامسنګ نوی مبايل څلور شاتنۍ کمرې لري

1673

د «ايوان بلاس (Evan Blass) په نامه د ټويټر مشهور حساب خبر ورکړی، چې سامسنګ غواړي خپل راتلونکی مبايل «Galaxy A9» د انځور اخيستلو له لوړ توان سره جوړ کړي.

سرچينې زياته کړې ده، چې دا مبايل به پر شا ۴ بنيادي کمرې ولري، چې يوه به يې ۲۴ ميګاپېکسل وي او د سترګې اندازه به يې «f/1.7» وي، بله به يې ۵ ميګاپېکسل وي او د «Live Focus» ځانګړتيا به ولري، دريمه او څلورمه به يې د ۸ او ۱۰ ميګاپېکسلو په دقت وي.

ټاکل شوې ده، چې دا مبايل به يوه مخامخ يا د سېلفي کمري هم ولري، چې ۲۴ مېګاپېکسل به وي او د مخونو پېژندلو ځانګړتيا به په کې وي.

مبايل به دغه راز د «AMOLED» ښيښې لرونکی وي، چې حجم يې ۶.۲۸ انچه دی. همدا راز به «Snapdragon 660» لرونکی وي او د ۳۷۲۰ ميلي امپايرو بېټري به ولري.



اعلان