نیویارک ټایمز: یوه اوونۍ کې ۱۲۷ امنیتي کسان او ملکي وګړي وژل شوي

راپورونه

نیویارک ټایمز: یوه اوونۍ کې ۱۲۷ امنیتي کسان او ملکي وګړي وژل شوي

323

د امریکايي نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کابل مرکز افغانستان کې د یوې اوونۍ د وژل شویو کسانو شمېره ثبت او څرګنده کړې ده. رپوټ کې ویل شوي چې د اکټوبر له پنځمې تر یوولسمې د افغانستان په دیارلس ولایتونو کې ۹۶ امنیتي او ۳۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

رسنۍ دغه رپوټ د خپلو همکارانو د مالوماتو له مخې چمتو کړی دی.

رپوټ کې په جوزجان ولایت کې د اکټوبر په اتمه د پنځلس امنیتي کسانو او بیا د اکټوبر په یوولسمه د شپږو امنیتي کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی. دغه راز، د امنیتي کسانو ډېر زیان په کندز او میدان وردګ ولایتونو کې ثبت شوی دی.

څو ورځې وړاندې د میدان وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ سخته جګړه وشوه.

رپوټ کې په هلمند کې د اتو ملکي کسانو د وژلو خبر هم ورکړل شوی. د اکټوبر په نهمه د صالح محمد اڅکزي د ټاکنیز کمپاین په غونډه چاودنه وشوه چې خپله کاندید هم په کې ووژل شو.

رپوټ کې د اکټوبر په شپږمه د پکتیا په ګرده څېړۍ کې د لسو ملکیانو د وژلو او شلو نورو د ټپي کېدو یاده هم شوې چې د رسنۍ په وینا په یوه هوايي برید کې ووژل شول.

رپوټ کې د نورو ډلو د مرګ-ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د افغان ځواکونو مرګ-ژوبله د تېر په څېر بیا هم ډېره ده. وړاندې خبرونو کې ویل شوي وو چې هره ورځ له دېرشو تر څلوېښتو افغان ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکوي.

 



اعلان