کوګلمن: د امريکا خلک د افغانستان د جګړې غزولو ملاتړي نه دي

افغانستان

کوګلمن: د امريکا خلک د افغانستان د جګړې غزولو ملاتړي نه دي

357

امريکايي تحليلګر او څېړونکي مايکل کوګلمن څرګنده کړې ده، چې د امريکا خلک د دې ملاتړ نه کوي چې د افغانستان جګړه دې نوره هم وغزول شي.

کوګلمن چې ويلسون څېړنيز مرکز کې د سويلي اسيا د څانګې مسوول دی وايي، چې د افغانستان جګړه د امريکايانو له ذهنه وتلې ده او خلک يې د لا غزولو ملاتړي نه دي. هغه زياتوي، چې د امريکا دولت پر نورو مسالو بوخت دی او د افغانستان کړکېچ او جګړې ته اهميت نه ورکوي.

«په داسې حال کې چې د امريکا ولس د افغانستان د جګړې غزولو ملاتړی نه دی، د امريکا دولت د دې هېواد د کړکېچ د پای ته رسولو په غم کې نه دی».

وروستيو سروې‌ګانو په ډاګه کړه چې له نيمو ډېر امريکايان په دې اند دي چې امريکا افغانستان کې په خپلو موخو کې پاتې راغلې ده. ۳۵ سلنه امريکايانو بيا ويلي وو، چې هېواد يې افغانستان کې ګټونکی دی.

دغه امريکايي څېړونکي يو ځل بيا د دې خبرې پخلی کړی او ويلي يې دي، چې له ۵۰ سلنې ډېر امريکايان پر دې باور دي چې امريکا افغانستان کې پاتې راغلې ده او ځواکونه يې بايد دا هېواد نور پرېږدي.

د کوګلمن له څرګندونو سره سم د ترسره شويو ټولپوښتنو پر اساس ۲۰ سلنه امريکايان هيڅ په دې خبر نه دي، چې افغانستان کې د امريکا جګړه اتلسم کال ته وغزېده.

کوګلمن دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د وروستيو راپورونو پر اساس امريکا طالبانو سره مخامخ خبرې کول غواړي. راپورونه څرګندوي چې زلمي خليلزاد تازه قطر کې له طالب استازو او قطري چارواکو سره ليدنه کړې او د سولې د خبرو په اړه ورسره غږېدلي دي. نوموړی چې په وروستيو کې د امريکا له خوا همدې کار ته وګومارل شو، ګڼو پلازمېنو ته يې سفرونه وکړل او د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره يې ليده کاته وکړل. ويل کېږي چې قطر کې له طالب استازو سره له خبرو وروسته به خليلزاد کابل ته راشي او د خپل سفر په اړه به چارواکو سره وغږېږي.



اعلان