د بغرۍ داستان

د پرون کيسه

د بغرۍ داستان

516

په ۲۰۰۴ م په کابل کې ملالې راته د بغرۍ نوم واخيستو. ما داسې وګڼله چې کيدېشي د وړو جينکو لپاره به د بورقې په شان يو شې وي.
خو هغې راته وضاحت راکړو چې يوه غټه ګول تيږه وي چې پکې هر هغه څه ټکيدلې شي چې ټکول غواړې. ما دغسې تیږې پخپل ماشومتوب کې په کلي کې لیدلې وې چې یواځې د حکیمي داروګانو د ټکولو لپاره به يې کارول. مونږ به لنګرۍ بلله. خوهغې وويل، نا لنګرۍ خو توږل شوي او منځ کې تشه وي. بغرۍ قدرتي تيږه وي چې په هم هغه شکل يې کاروي.
راته يې وويل، په دې رانجه ډېر ښه ميده کېږي او په شینوارو کې خپل خاص ځایونه لري. اخر چې ډېر يې راته غوږونه وخوړل نو ورته مې وويل، بل ځلې چې کلي ته لاړې نو يو عکس يې واخله او راته وښايه. ډېر کلک لوظ يې راسره وکړو.
بيا يو وخت بل چا ته يې هم د بغرۍ کيسه کوله نو ما ورياده کړه چې کلي ته لاړې که نا؟ راته يې ووئيل، هلته هيڅوک نشي تلې، د دوو ډلو جنګ دی او پکې مرګ ژوبله شوې ده. ما سوچ وکړو چې په ژوند کې د بغرۍ نه زياتې مهمې ستونزې شته نو ځکه مې ورباندې ټينګار ونکړو.
څو کاله تېر شول او خپله ويبپاڼه شروع کړه نو ځينو ملګرو نه مې ليکنې وغوښتلې. ملالې ته مې ورياده کړه نو هغې د ځان خلاصولو لپاره راته د رانجو معلومات راکړل. بیا د ځینو څېړنو لپاره لاهور ته لاړم نو هلته په ميوزيم کې مې بغرۍ وليده. ژر مې عکس واخيستو او ملالې ته مې خبر ورکړو چې شابه ليکنه وکړه.
هغه سخته نااوزګاره وه خو لکه د پخو سياستدانانو تمه يې راکړه. عکسونه د کمپیوټر په خيټه کې ورک شي او زه په نورو کارونه اخته شوم. یوه ورځ په کمپيوټر کې مې څو فايلونه لټول. د بغرۍ تصوير مې وليدو نو په فيسبوک مې واچوو. د ټولو نه مې پوښتنه وکړه چې دغه ته څه وايي. خيال مې و چې يو څو کسان به يې جواب وليکي او خبره به ختمه شي.
په پينځو کې يو کمنټ کې د بغرۍ نوم سم ليکلې و او هغه ته مې لايک ورکړو. خو په دوو ورځو کې د کمنټ شميره زياته شوه.
د استاد باوري په قول، کندهار کې “شازه او غرګی” بلل کېږي. عبد النافع همت خو د طنز ګوډې دی، ليکي، ” په کندهار کي د سراښ او حريص سړي په اړه يوه اصطلاح ويل کېږي، وايي فلانی پر “شازه” نسوار نه پرېږدي. کله چي پرشازه تمباکو ميده او نسوار ځني جوړ کړي نو پر شازه باندي خامخا څه ناڅه نسوار پاته کېږي، حريص خلک دا لږ نسوار هم نه پرېږدي او څټي يې. که څه هم دا کار عملي څوک نه کوي خو مانا يې وږيتوب او حرص دی.”
هم دغه شازه په شواک ولسوالۍ کې “دورۍ” ده. اسوني، بتل، ګلمنجی داسې نومونه وو چې زما پرې شک وشو چې دا خلکو له ځانه جوړ کړي دي. خو بيا مې ويل کيدېشي چا خپله سوچه ژبه ساتلې وي.
ښاري خلکو دا، “لنګرۍ” بلله خو نورو بيا ورته وضاحت کوو چې “بغرۍ په زمکه کی شخیژی. یعنی ساکنه وی او لنگرۍ بیا موبایل یا متحرکه وی او د زمکی یا سطحی په سر ایشودل کیژی.”
“چټو” او “چاټو” هم ډېر وليکل شو، چې د لرګي لنګرۍ وي. نورو بيا ” آونګ، هاونګ او اوانګ” وليکل چې د هندي فارسي “هاون” وران شکل دی. اوانګ د مسو يا اوسپنې نه جوړ وي.
عجيبه راته “ميچنه” وه چې د کندوز خلک ورته وايي. دا غلطه هم نه ده ځکه ميچنه هم دوه تيږې وي چې غنم، مالګه او نور توکي اوړه کوي. پخپله ملالې هم کمنټ ورکړو او هغه خبره راياده شوه چې د يږې نه يو ويښته هم وشوکوې نو ډېره ده. تر ټولو عجیبه راته “لاندې باندې تيږه” وه. بې شکه د آیفون کارونکې نوې کول ډېر هوښیار دی.
اوس خلک د هر څه ميده کولو لپاره مشين کاروي خو خپل نوم ورته نه اخلي- ګراينډر- يې بلي. نه پوهيږم چې ولې؟ آخر بغرۍ کې څه چل دی؟

د لیکوالې له بلاگ څخه په مننې



اعلان