"د امریکا د پرمختللو وسلو یو شمېر يې په اسانۍ هېک کېدای شي"

راپورونه

716

د امریکا د حکومت د یوه رپوټ له مخې، د امریکا د پوځ یو شمېر پرمختللې وسلې کېدای شي په اسانۍ سره هېک شي.

د حکومت د حساب دفتر یا جي او ای د ۲۰۱۲ ز او ۲۰۱۷ ز کلونو تر منځ نږدې د ټولو وسلو کتنه وکړه او مالومه شوه چې دغه وسلې د سایبري بریدونو تر ګواښ لاندې دي.

د رپوټ له مخې، دغه وسلو کې نوې جوړې شوې ایف-۳۵ جټ او توغندیز سیسټم هم شامل دی.

د امریکا د سنا مجلس وسله والو خدمتونو کمېسیون ته وړاندې شوي پنځوس مخیز رپوټ په تړاو د امریکا دفاع وزارت تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

 



اعلان