پاکستان: امريکا غواړي طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي

افغانستان

پاکستان: امريکا غواړي طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي

537

پاکستاني رسنيو د دې هېواد د چارواکو له خولې خبر ورکړی دی، چې امريکا غواړي، چې له سياسي حل لارې د افغانستان د کړکېچ د اواري په پار طالبانو سره مخامخ خبرې اترې وکړي.

پاکستاني چارواکو دا څرګندونې واشنګټن نه د دې هېواد بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قريشي له راستنېدا وروسته کړي. قريشي له راتګ وروسته د دې هېواد د مشرانو جرګې د بهرنيو چارو کمېټې غونډه کې وينا کړې.

د ډان نيوز له راپور سره سم د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنيو چارو کمېټې رييس مشاهد حسين د پاکستان او امريکا تر منځ د اړيکو د ښه والي تمه ښودلې او ويلي يې دي، چې د واشنګټن له لوري داسې اشارې ورکول کېږي، چې څرګندوي، چې امريکا د افغان کړکېچ د سياسي حل لپاره طالبانو سره مخامخ خبرې کول غواړي.

خو نوموړي ويلي، چې امريکا طالبانو ته د رسېدو برخه کې د اندېښنې ښکار ده.

پاکستاني چارواکو ويلي، چې امريکا پاکستان سره پر خپلو اړيکو له سره غور کړی او غواړي د پاکستان د ستراتيژيک موقعيت له امله بېرته دې هېواد سره خپلې اړيکې ورغوي او تګلاره بدله کړي، «ځکه پخوانۍ تګلاره يې کار نه کوي».



اعلان