فضل الرحمن: د عمران خان دنده د تشناب پاکول دي

سيمه او نړۍ

فضل الرحمن: د عمران خان دنده د تشناب پاکول دي

4513

د جمعیت علما (ف) مشر فضل الرحمن د پاکستان په لومړي وزیر عمران خان او د تېرې جولای میاشتې د ۲۵ نېټې په ټاکنو سختې نیوکې کړي دي.

د ایکسپرېس نیوز د رپوټ له مخې، نوموړي بنو ولسوالۍ کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، دغه ټاکنې له خلکو غلا شوې او غل يې مالوم دی. فضل الرحمن ویلي، د عمران خان دنده د تشناب پاکول دي.

د فضل الرحمن په خبره، ما هر مهال دا خبره کړې چې په پاکستان د سخت حالت راتلو پر مهال به د جمعیت کسان له پوځ سره ولاړ وي، خو هغه څوک چې واکمن ټاکل شوی، د دښمن په وړاندې سر ټيټوونکی دی.

فضل الرحمن ویلي، هغه کسان چې د مدینې د حکومت خبره کوي، ودې وايي چې ایا د هغه حکومت بنسټ په سندرو، ګډېدا، سود او بې حیایۍ ایښودل شوی و؟.

د جولای میاشتې په ټاکنو کې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند بریالی شو، خو مخالفینو تور ولګاوه چې پوځ د عمران خان په بریالي کولو کې رول لوبولی دی.

ویل کېږي چې عمران خان د پوځ د خوښې کاندید و.



اعلان