وزیرستان: چاودنې درې پاکستاني پوځیان وژلي، پنځه ټپيان دي

سيمه او نړۍ

وزیرستان: چاودنې درې پاکستاني پوځیان وژلي، پنځه ټپيان دي

308

په سویلي وزیرستان کې د سړک غاړې ماین چاودنې درې پاکستاني پوځیان وژلي او پنځه نور يې ټپیان کړي دي.

ځايي سرچینو ای ایف پي ته ویلي، پوځیانو د پلتڼو د عملیاتو ورځنۍ دنده ترسره کوله چې مکین سیمه کې پرې چاودنه وشوه.

د پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو پاکستان وايي، دغلته د طالبانو او القاعدې پورې تړلو جنګیالیو پر ضد په جګړه بوخت دی.

وروستیو کلونو کې پاکستان کې تاوتریخوالی لږ شوی، خو وخت نا وخت په امنیتي کسانو او ځایونو دغه ډول بریدونه کېږي.



اعلان