سعودی خبريال خپله کونسلګرۍ کې وژل شوی او د بدن غړي يې پرې شوي

راپورونه

سعودی خبريال خپله کونسلګرۍ کې وژل شوی او د بدن غړي يې پرې شوي

1451

ترکيه کې د سعودي خبريال جمال خاشقجي مرموزې وژل کېدنې د نړۍ پر سطحه غوغا جوړه کړې، نوموړی څو ورځې وړاندې دې هېواد کې د سعودي کونسلګرۍ ته ولاړ او بيا ژوندی را ونه ووت.

د سعودي چارواکو د نوموړي په وژنه کې لاس لرل رد کړل، خو ترکيې وويل چې خاشقجي د خپل هېواد کونسلګرۍ ته ننوتی او هلته وژل شوی او بيا يې د بدن غړي پرې شوي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تازه په خپل يوه مطلب کې ويلي، چې انقرې واشنګټن ته خبر ورکړی، چې داسې انځورونه او ثبت شوي ږغونه او ويډيوګانې شته چې له مخې يې ثابتېږي، چې خاشقجي استانبول کې د خپل هېواد د کونسلګرۍ دننه وژل شوی او بيا يې د بدن غړي پرې شوي دي. سرچينې د ترکي او امريکايي چارواکو له خولې ويلي، چې ثبت شوي شيان ښيي، چې د سعودي امنيتي ځواکونو لومړی خاشقجي نيولی او بيا يې له وژلو وروسته د بدن غړي ور پرې کړي دي.

ثبت شويو شيانو کې د خاشقجي او د محققينو ږغونه، د شکنجې طريقه او وژل هم څرګندېږي او امنيتي ځواکونه د خاشقجي د وهلو په حال کې ليدل کېږي.

واشنګټن پوسټ ټينګار کوي، چې د خاشقجي وژونکې امنيتي ډله له خپلې دندې ترسره کولو وروسته د سعودي کونسل کور ته تللې ده.

ترکي چارواکو ويلي وو، چې په دې اړه غوڅ ثبوتونه لري، چې خاشقجي د خپل هېواد کونسلګرۍ کې وژل شوی دی.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردګان ويلي وو، چې ترکيه پر داسې پېښو چوپ نه شي پاتې کېدی، ځکه دا عادي پېښې نه دي.

د امريکا او انګلستان په ګډون نورو هېوادونو هم سعودي نه د خاشقجي د وژلو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده. شنونکي وړاندوينه کوي چې ښايي دا د سعودي په وړاندې د امريکا د چلن بدلولو لپاره يوه غوره پلمه شي. امريکايي ولسمشر په وروستيو کې د سعودي په اړه داسې څرګندونې کوي چې د ډپلوماسۍ خلاف دي.



اعلان