یونان کې زیات وزن لرونکي ګرځندویان په خرو له سپرلۍ کولو منع شول

پام وړ

یونان کې زیات وزن لرونکي ګرځندویان په خرو له سپرلۍ کولو منع شول

501

یوناني حکومت په سانتوریني ټاپو کې هغه ګرځندویان چې زیات وزن لري په خرو له سپرلۍ کولو منع کړي دي.

د رسنیو د رپوټونو له مخې، حکومت دغه ګام له شکایتونو وروسته پورته کوي. شکایتونو کې ویل شوي چې د زیات وزن له امله د خرو د ملا تیر ته زیان رسېدلی. یاد ټاپو چې غریزه سیمه ده او لوړې ژورې لري، ګرځندویان ورته د چکر له پاره ورځي او په خرو باندې ګرځي.

د سي این این د رپوټ له مخې، چارواکو امر کړی، هغه کسان چې په خرو د سپرلۍ اراده لري، وزن يې باید له سلو کیلو کم او یا د خره د وزن یو پر پینځه برابر وزن ولري.



اعلان