د هوا ککړتيا د خولې د سرطان ګواښ زياتوي

روغتیا

د هوا ککړتيا د خولې د سرطان ګواښ زياتوي

260

يوې نوې طبي څېړنې څرګنده کړې ده، چې د هوا ککړتيا ښايي د خولې پر سرطان د اخته کېدو ګواښ زيات کړي. دغه څېړنه د تايوان څېړونکو ترسره کړې او په «ازمايښتي طب» مهالنۍ کې خپره شوې ده.

څېړونکو هغه ګواښونه څېړلي، چې د ککړتيا له امله د فرد روغتيا ته ورپېښ شوي، په دې کې «پي اېم 2.5 (PM2.5)» هم شامل دي، دا هغه کوچني جسمونه دي چې قطر يې ۲.۵ ميکرومتره يا له دې هم کم دی او د پوزې له لارې قصبة الريې او سږو ته رسېدی شي.

دې ډلې هغه رسمي شمېرنې وارزولې چې د ۱۹۹۸ او ۲۰۱۱ تر منځ کلونو کې د هوا د غوره والي په اړه ثبت شوې وې، دا ارزونه په د تايوان په ۶۴ ښارونو کې د هوا د ډول د پرتلې لپاره ځانګړو شويو ۶۶ بېلا بېلو مرکزونو کې وشوه. ارزونه کې هغه ککړوونکي شيان شامل و، چې پرتله يې د کاربن مونو اکسایډ، سلفر ډای اکسایډ، نايتروجن مونو اکسایډ، نایټروجن ډای اکسایډ ګازونو او د مختلفو حجمونو اوزون او ذراتو د مرکزونو په واسطه وشوه.

څېړونکو د ۴۰ کلونو متوسط عمر لرونکو ۴۸۲ زرو نارينه برېښنايي طبي ريکارډونه وڅېړل او دې پايلې ته ورسېدل، چې د هوا ککړتيا ښايي د خولې پر سرطان د اخته کېدو لامل شي.

هېره دې نه وي چې د «Health Institute of Global Air» له راپور سره سم ۲۰۱۸ کال کې د هوا د ککړتيا له مخې لومړي لس هېوادونه په لاندې ډول ښودل شوي:

افغانستان

پاکستان

هند

نايجيريا

چين

سعودي

روسيه

المان

انګلستان

امريکا.

دا سرچينه وايي چې افغانستان کې هر کال په ۱۰۰ زرو کې ۴۰۶ تنه د هوا د ککړتيا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې د نړۍ له ټولو نورو هېوادونو مخکې دی.



اعلان