له تمېدو پرته د الوتکې نوولس ساعته سفر پېلېږي

پام وړ

له تمېدو پرته د الوتکې نوولس ساعته سفر پېلېږي

405

د پنجشنبې په ورځ به له سنګاپور څخه د امریکا نیویارک ته یوه الوتکه نوولس ساعته سفر له تم کېدو پرته پېل کړي.

سنګاپور ایرلاین دغه سفر پنځه کاله وروسته بیاځلې پېلوي. پنځه کاله وړاندې دغه سفر ځکه بند کړل شوی و چې لګښت يې ډېر زیات و.

له سنګاپور څخه نیویارک پنځلس زره کیلومتره واټن دی چې نوولس ساعتونو کې وهل کېږي.

روان کال قنطاس ایرویز د اسټرالیا له پرتهـ څخه لندن ته اوولس ساعته اوږد بې تم کېدو واټن وواهه او قطر ایرویز د نوي زیلینډ له اکلینډ څخه د قطر دوحې ته اوولس ساعته اوږد بې تم کېدو واټن وهي.

سنګاپور هوايي شرکت وايي، مساپرو ترې له تم کېدو پرته د سفر کولو غوښتنه کړې وه. ځکه په دې سره وخت سپما کېږي.

د سوداګرۍ برخې مساپرو ته به دوه وخت ډوډۍ ورکول کېږي او مشروبات به هم ورکول کېږي. دغه راز، د ارام له پاره ځای هم ورکول کېږي.



اعلان