انګلستان د «ځانوژنې د مخنيوي» وزارت جوړوي

سيمه او نړۍ

انګلستان د «ځانوژنې د مخنيوي» وزارت جوړوي

295

د انګلستان لومړۍ وزيرې تېرېزا مای تېره ورځ په ډاګه کړه چې د «د ځانوژنې مخنيوونکی وزارت» په نوم نوی وزارت پرانېزي، دغه وزارت به د روغتيا وزير جاکي ډويل پرايس له لوري سنبالېږي، څو هېواد کې د ځانوژنو د حالاتو کمولو کې مرسته وکړي.

انګلستان دا پرېکړه د عقلي روغتيا د نړيوالې ورځې له لمانځلو سره سم وکړه، په همدې مناسبت د رواني روغتيا وزيرانو لندن کې د دويمې ورځې لپاره خپله غونډه ترسره کړه چې د ۵۰ دولتونو استازو په کې ګډون درلود.

د انګلستان د «ای ټي وي» له راپور سره سم مای به دا نوی منصب جاکي ډويل پرايس ته وسپاري.

د انګلستان د «مټرو» ورځپاڼې له راپور سره سم مای دغه راز ژمنه وکړه چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به د ساماريټانس خيريه ټولنې د پر مخ بېولو لپاره ۲.۴ مليونه ډالر مرسته وکړي. دغه ټولنه دې برخه کې د لارښوونو لپاره مفته خدمات وړاندې کوي.

ورځپاڼه ټينګار کي چې انګلستان کې هر کال نږدې ۴۵۰۰ کسان ځانونه وژني او ځانوژنه له ۴۵ د کم عمر سړيانو کې د مړینې لومړی لامل دی.



اعلان