چین مسلمان مېشتي ژینجیانګ ایالت کې د حلالو خوراکي توکو پر ضد کمپاین پېل کړی

راپورونه

چین مسلمان مېشتي ژینجیانګ ایالت کې د حلالو خوراکي توکو پر ضد کمپاین پېل کړی

627

چارواکو د چین په ژینجیانګ ایالت د حلالو خوراکي توکو د خپراوي پر ضد کمپاین پېل کړی دی. دوی وايي چې حلال تولیدات مذهبي سختدریځي هڅوي.

رویټرز د چینايي رسمي سرچینو په حواله لیکلي چې د ژینجیانګ په مرکز ارومچي د چین د کمونست ګوند چارواکو حکومتي دفترونو ته امر کړی، څو ايډيالوژيکي مبارزه پياوړې او د حلالوالي یا پان-حلالوالي پر ضد جګړه وکړي.

حکومتي ګلوبل ټایمز لیکلي، دغه سیمه کې د پان-حلالوالي تمایلاتو د مذهب او سیکولرېزم تر منځ پوله تته کړې چې دا د مذهبي سختدریځۍ چاره اسانوي.

د ژینجیانګ ایالتي مرکز ارومچي نږدې دولس میلیونه مسلمانان اوسېږي.

دا رپوټونه داسې مهال ورکول کېږي چې وار له مخه له مسلمانانو سره د چین پر چلند نیوکې شته. ویل کېږي، چین یو میلیون مسلمانان د بیا ښوونې په مرکزونو کې لکه د بندیانو په څېر ساتي، څو له خپلو دیني باورونو يې لرې کړي.

دغه راز، د چین په ځینو مسلمان مېشتو سیمو کې له اتلس کلونو ښکته هلکان دیني زده کړو ته نه پرېښودل کېږي.

 



اعلان