بنګله دېش پر نشه روږدي کسان وژني

سيمه او نړۍ

بنګله دېش پر نشه روږدي کسان وژني

462

د بنګله دېش دولت پرېکړه کړې ده، چې له دې وروسته به ټول هغه کسان وژني چې يا پر نشه روږدي دي او يا هم د نشه‌يي توکو په قاچاق کې لاس لري.

د «چينل نيوز اسيا» له راپور سره سم دې هېواد له نشه‌يي توکو سره د تړلو جرمونو په اړه د اعدام د سزا قانون تصويب کړی دی.

د دې هېواد لومړۍ وزيرې شيخ حسينه واجد په همدې پار يو کمپاين پيل کړی، چې له مخې يې د روان کال له مۍ راهيسې د بنګله دېش پوليسو ۲۰۰ کسان نشه‌يي توکو سره د تړاو له امله وژلي دي.

د بشري حقونو ادارو د حکومت دې کار ته ګوته نيولې ده، خو بنګله دېش نه ښايي له خپلې دې پرېکړې تېر شي.

د دې هېواد حکومتي وياند په ډاګه کړې، چې دا قانون يې د دې لپاره جوړ کړی چې هېواد ته د را واردېدونکو نشه‌يي توکو مخه ونيول شي.

لومړۍ وزيرې ويلي، چې تر هغه به د نشه‌يي توکو پر ضد جګړه روانه وي، چې تر څو بريا ته نه وي رسېدلې.

د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې د فلپين ولسمشر ويلي وو، چې چمتو دی د هېواد ټول روږدي خلک ووژني.



اعلان