نادره طريقه د طبيعي او مصنوعي مشروباتو تر منځ توپير ښيي

روغتیا

نادره طريقه د طبيعي او مصنوعي مشروباتو تر منځ توپير ښيي

603

د مسکو د دولتي پوهنتون کاشوا وريدا کيمياپوهانو ادعا کړې چې داسې نادره طريقه يې موندلې چې له مخې يې کيمياوي مرکبات په دقيق ډول معلومولی شي. په دې اړه د شوې څېړنې پايلې په «کروموټوګرافي» مجله کې خپرې شوې دي.

څېړنه کې د يوه ګډون کوونکي الکسنډرا زاټيخارا په وينا د دې څېړنې لومړنۍ موخه د مشروباتو يا جوس تحليل نه و، بلکې داسې کشوونکې ماده موندل وو، چې د توپير برخه کې نړۍ کې ساری نه لري.

نوموړي زياته کړې ده، چې د جوس تحليل يا جزياتو ته وېشلو ثابته کړه چې دغه نوې ماده دا سخته دنده په خورا کاميابۍ ترسره کوي.

څېړونکو دې ته اشاره کړې، چې له کلونو راهيسې د قيمتي توليداتو جعل روان دی، په وروستيو لږو کلونو کې په ډاګه شوې، چې د جوسونو د مشروباتو سوداګريزو مرکزونو کې داسې جوسونه موندل شوي، چې مرکبات يې په ډاګه کوي، چې ۱۰۰ سلنه طبيعي دي، خو په اصل کې مصنوعي دي، چې په ترکيب کې يې کوم ډول څښاک يا د مڼې جوس ګډېږي. د دې مصنوعي جوس توپير په کې په لوړه کچه د بېلا بېلو اسيدونو، خوږې او نورو جزياتو د شتون له امله ستونزمن وي.

خو اوس د يوې نوې کشوونکې مادې د موندلو پر مټ د مصنوعي جوس پېژندل خورا اسان دي، چې دا ماده جوس په اسانۍ کش کوي/ تېروي او محتويات يې بېرته راباسي، چې د کروماټوګراف ګازو د کارونې پر مټ په اسانۍ پېژندل کېږي.

د پوهانو له وينا سره سم دغه کشوونکي مواد چې اوس موندل شوي، تر اوسه يې له دې دندې سره په خورا بد ډول چلن کاوه.

پوهانو دا ماده وار له مخه ازمويلې او بېلا بېل توليدات يې پرې معلوم کړي دي، چې نتيجه يې کاميابه ده.



اعلان