امریکا تېر کال د ۵۴ میلیارد ډالرو پوځي تجهیزات په نورو هېوادونو پلورلي

راپورونه

امریکا تېر کال د ۵۴ میلیارد ډالرو پوځي تجهیزات په نورو هېوادونو پلورلي

341

امریکايي CNBC رسنۍ په خپل رپوټ کې وايي، امریکا په تېر مالي کال کې د څلور پنځوس میلیارد ډالرو په کچه پوځي تجهیزات په نورو هېوادونو پلورلي دي.

د امریکا مالي کال د سپټمبر په دېرشمه نېټه پای ته ورسېده.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي ډیوېډ نورکویسټ ویلي، بهرنیو هېوادونو ته په خرڅلاو کې دوه شپېته سلنه زیاتوالی راغلی. نوموړي ویلي، دا پلورل زموږ له صنعتي بنسټ او اقتصاد سره هم مرسته کوي.

د امریکا د پوځي تجهیزاتو په پلورلو کې دا زیاتوالی داسې مهال کېږي چې امریکا د نړۍ له دویم اقتصادي ځواک، چین، سره په سوداګریزه جګړه بوخته ده او پر روسيې يې بندیزونه زیات کړي دي.



اعلان