د کلدارو غورځېدنه؛ یو ډالر ۱۳۸ روپۍ باندې تبادله کېږي

راپورونه

د کلدارو غورځېدنه؛ یو ډالر ۱۳۸ روپۍ باندې تبادله کېږي

1857

د امریکايي ډالرو مقابل کې پاکستانۍ کلداره (روپۍ) د تاریخ ټيټې کچې ته غورځېدلې ده. د ټرېبیون د رپوټ له مخې، د سه شنبې ورځې په سهار په بانکونو کې یو ډالر په ۱۳۸ روپیو تبادله کېږي.

رپوټ وايي، وېره څرګندېږي چې د نړیوال وجهي صندق د پور شراېط ښايي د پاکستانۍ روپۍ ارزښت نور هم ښکته کړي. بېګا رپوټونو کې وویل شول چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نړیوال وجهي صندوق ته د ورتلو پرېکړه منلې ده.

پاکستان یاد صندق ته د ورتلو پرېکړه ځکه کړې، څو هېواد له اقتصادي بحران څخه وباسي. نوی حکومت وايي، د اقتصادي بحران د له منځه وړلو له پاره جدي ګامونه پورته کوي.

د صندق مشر اندونیزیا کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي چې پاکستان تر اوسه په رسمي ډول دوی سره اړیکه نیولې نه ده.

پاکستان وار له مخه میلیاردونه روپۍ پوروړی دی.

 



اعلان