سروې: اکثریت امریکایان له افغانستانه د امریکا د پوځ د وتلو ملاتړ کوي

راپورونه

سروې: اکثریت امریکایان له افغانستانه د امریکا د پوځ د وتلو ملاتړ کوي

529

یوې تازه ترسره شوې سروې کې مالومه شوې چې اکثریت امریکایان به له افغانستان د امریکا د پوځ د وتلو ملاتړ وکړي.

د YouGov له لوري ترسره شوې سروې کې راغلي، که چېرې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د ټول پوځ د وتلو اعلان وکړي، نو ۶۱ سلنه امریکایان به يې ملاتړ وکړي. د پوځ د اوسنیو او پخوانیو ځواکونو یوه موازي ترسره شوې سروې بیا وايي چې دغه سلنه به ۶۹ وي.

د YouGov په وېبپاڼه خپاره شوي مطلب کې ویل شوي چې د دواړو ډلو یوازې ۲۰-۲۱ سلنه خلک به د پوځ د وتلو مخالفت وکړي.

سروې کې دا هم ویل شوي چې د امریکا د پوځ پورې تړلو ۵۴ سلنه کسانو افغانستان ته د پخواني ولسمشر بش له لوري د پوځ د استولو ملاتړ کړی، خو د عامو وګړو یوازې ۳۷ سلنه خلکو يې د دغه ګام ملاتړ کړی او ۳۸ سلنه عامو وګړو افغانستان ته د پوځ استول غلطي بللې.

څو ورځې وړاندې د پيو څېړنیز مرکز د سروې پایله کې مالومه شوې وه چې نږدې نیمايي امریکایان، امریکا په افغانستان کې ناکامه ګڼي.

د امریکا د افغان جګړې اتلسم کال پېل شوی، خو د جګړې د پای ته رسېدو او د امریکا د پوځ د وتلو لومړني څرکونه لا هم نه دي څرګند شوي.



اعلان