پاکستان کې یوه ملا ځان د اسلام خلیفه اعلان کړی او له خلکو یې د بیعت غوښتنه کړې

راپورونه

پاکستان کې یوه ملا ځان د اسلام خلیفه اعلان کړی او له خلکو یې د بیعت غوښتنه کړې

4835

رپوټونه وايي، د عبدالله بن منیب په نوم یوه پاکستاني ملا خپل ځان په خپله د مسلمانانو یوولسم خلیفه اعلان کړی دی.

پاکستان ټوډی لیکلي، هغه دغه اعلان په یوه ویډيويي پېغام کې کړی او ویلي يې دي چې دا کار مې د خدای (ج) او د هغه د رسول (ص) د مهربانۍ له مخې کړی دی. یاد شوي ملا ویلي، زه د اسلام یوولسم راشد خلیفه یم، که چا زما او زما د مننونکو مخالفت وکړ، نو لعنت به پرې وویل شي.

عبدالله ادعا کړې چې د اسلام پېغمبر (ص) زما په اړه وړاندوینه کړې ده. هغه د پاکستان له ځوانانو وغوښتل چې د اسلام د راپورته کولو له پاره يې ملا ور وتړي. عبدالله له خلکو د بیعت غوښتنه کړې او په وینا يې که څوک ور سره بیعت و نه کړي، نو له اسلام څخه بهر دی.

وروستي رپوټونه وايي چې پولیسو یاد ملا د پنجاب په ساهیوال کې نیولی دی، خو پاکستان ټوډی وايي، موږ د دغو رپوټونو په اړه نور مالومات ترلاسه کوو.



اعلان