ډېری ولايتونو کې د توندو اورښتونو او سېلابونو وړاندوينه

افغانستان

ډېری ولايتونو کې د توندو اورښتونو او سېلابونو وړاندوينه

841

د افغانستان د هوا پېژندنې رياست وړاندوينه کړې، چې ښايي راتلونکو ورځو کې نسبتا توند اورښتونه وشي او سېلابونه راووځي.

دې رياست په خپله خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په راتلونکو ورځو کې ښايي په ۲۲ ولايتونو کې اورښتونه وشي او سېلابونه راووځي.

خبرپاڼه کې بدخشان، تخار، ننګرهار، نورستان، کنړ، بغلان، لغمان، پنجشېر، کاپيسا، پروان، لوګر، وردګ، باميان، دايکندي، سرپل، بلخ، کندوز، سمنګان، پکتيا، خوست، غزني او کابل هغه ولايتونه ياد شوي، چې ښايي راتلونکو ورځو کې توند اورښتونه په کې وشي او په ځينو ولايتونو کې سېلابونه راووځي.

د هوا پېژندنې ادارې دغه راز ويلي، چې ښايي سالنګونو کې له ۲۰ تر ۳۵ ملي مترو پورې اورښتونه وشي.



اعلان