هند کې یو تن له سپي د بښنې نه اخیستو له امله په وهلو ډبولو وژل شوی

پام وړ

هند کې یو تن له سپي د بښنې نه اخیستو له امله په وهلو ډبولو وژل شوی

672

د هند پلازمېنې نوي ډيلي ته نږدې یو څلوېښت کلن سړی وروسته له هغه په وهلو ډبولو ووژل شو چې له یوه سپي يې له بښنې غوښتو انکار وکړ.

ټایمز اف انډيا لیکلي، وېجندر رانا شپږ ځله په چاقو او پېچ تاو وهل شوی دی. د رپوټونو له مخې، سپی چې ټامي نومېږي، پر خپل ځای ناست و، خو کله چې د رانا ټرک (لارۍ) ور رسېږي، نو سپی غپا پېلوي. دغه مهال دوه وروڼه انکیت او پراس ور رسېږي او رانا له وېښتو نیسي، له ټرکه يې کوزوي او له سپي د بښنې غوښتنه ترې کوي.

رانا د تېښتې هڅه کوي، خو په تېښته نه بریالی کېږي او د یادو شویو دوه وروڼو له لوري وژل کېږي.

د رانا مشر ورور د خپل ورور د مرستې هڅه کوي، خو دی هم په چاقو درې ځایه وهل کېږي. پېښه پټو کمرو ثبت کړې ده.



اعلان