امریکايي سناتور: امریکايي پوځیان دې له ځنډ پرته کور ته راشي

سيمه او نړۍ

امریکايي سناتور: امریکايي پوځیان دې له ځنډ پرته کور ته راشي

1364

د امریکا سنا مجلس کې د ارېزونا ایالت استازي ویلي، د دې وخت دی چې افغانستان کې جګړه پای ته ورسول شي.

د میلیټري ټایمز د رپوټ له مخې، روبن ګالیګو چې عراق کې يې په امریکايي پوځ کې هم دنده ترسره کړې، له څو کلونو د امریکا د دغې پرلپسې جګړې مخالف او نیوکې پرې کوي.

ګالیګو ویلي، پوځي او سیاسي مشران د امریکا د اوږدې جګړې د پای ته رسولو له پاره د یوې لارې په موندلو اړ دي. د ده په وینا، د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د امریکا موخې د القاعدې ډلې له منځه وړل، د اسامه بن لادن وژل او د یوه حکومت د نه شتون د فضا د مخې نیول و چې امریکا کلونه وړاندې دغه موخې ترلاسه کړي دي.

نوموړي ویلي، د امریکا د پوځ وتل باید مسوولانه، خو له ځنډ پرته وي. هغه د امریکا افغان جګړه د امریکا د ملي ګټو مخالفه بللې او غوښتنه يې کړې چې امریکايي پوځیان باید کور ته راشي.

ګالیګو داسې مهال دا څرګندونې کوي چې پرون د اکټوبر په اوومه افغانستان کې د امریکا د جګړې اوولس کاله پوره شول، خو جګړه لا هم په شدت روانه ده او نږدې راتلونکي کې د امریکا د وتلو کومې نښې نښانې نه ښکاري.



اعلان