پوهان: انګور د سږو د سرطان مخه نيسي

روغتیا

پوهان: انګور د سږو د سرطان مخه نيسي

415

د ژنيو پوهنتون يوې ډلو پوهانو موندلې چې انګور د ريسويراټرول په نامه د طبيعي فينول يو مرکب لري، چې د سږو د سرطان په مخنيوي کې ځانګړې ګټې لري.

د دې ګټې د ښه څرګندولو په پار څېړونکو پر موږکانو څېړنه وکړه، چې د تنباکو د لوګي له لارې يې د سرطان وايروس ور داخل کړ او وروسته يې د درملنې په پار ريسويراټرول مرکب ورته وړاندې کړ.

موږکان پر څلورو ټوليو ويشل شوي وو، لومړي ټولي ته نه لوګی ورغی او نه يې درملنه وشوه، دوهم لوګی هم کش کړ او درملنه يې هم وشوه، دريم ټولی له لوګي سره مخ شو، خو درملنه يې ونه شوه او څلورم ټولی د دې بر عکس پاتې شو.

دا په داسې حال کې ده، چې پخوانيو څېړنو ښودلې وه، چې ريسويراټرول مرکب د سږو د سرطان مخنيوي کې څه رول نه لري، د هغې لامل دا و چې دا ماده د خولې له لارې ور رسېده نو سږو ته سمه نه رسېده، ځکه نو پوهانو وپتيله چې دا ماده د پوځې له لارې په چټک ډول سږو ته ورسوي، وروسته هغوی وموندله، چې دا ګټه شته ده.

څېړنه کې څرګنده شوه، چې هغه موږکان چې درملنه يې شوې وه، د نورو په پرتله يې سرطاني غوټه ۴۵ سلنه کوچنۍ شوې وه.



اعلان