عمران خان: اقتصادي بحران سره مخ يو، له دريو هېوادونو مو مرسته غوښتې

سيمه او نړۍ

عمران خان: اقتصادي بحران سره مخ يو، له دريو هېوادونو مو مرسته غوښتې

1300

د پاکستان د لومړي وزير عمران خان له څرګندونو سره سم پاکستان له داسې بحران سره مخ دی، چې ښايي نړيوالې ټولنې ته مخ اړولو ته اړ شي، نوموړي ويلي چې هېواد يې له دريو دولتونو مرسته غوښته ده.

د سپوټنيک له راپور سره سم عمران زياته کړې ده، چې اسلام اباد ښايي د تادياتو د خراب توازن د بحران له منځه وړلو لپاره د پيسو نړيوال صندوق ته مخه کړي، «له دې وړاندې به موږ له ملګرو هېوادونو د ملاتړ غوښتنه وکړو».

خان اګست مياشت کې د پاکستان لومړی وزير شو، رويټرز دې ته اشاره کړې، چې لومړی وزير پر پخواني حکومت ملامتيا اچوي، چې اقتصادي ستونزې يې راولاړې کړي او هېواد يې د بحران پر لور بوتللی دی.

عمران خان ژمنه کړې، چې له پخوانيو «مفسدو چارواکو» به هغه ملياردونه ډالر بېرته اخلي، چې غلا کړي يې دي او بهر ته يې تښتولي. د رويټرز له راپور سره سم عمران خان د پيسو له نړيوال صندوق نه د بېړنيو مرستو د غوښتو مخالفت کوي او دا راتلونکې حل لاره بولي.

هغه څرګنده کړې: «موږ به له نورو هېوادونو د مرستو ترلاسه کولو هڅه وکړو، له دریو هېوادونو مو غوښتي، چې د پاکستان مرکزي بانک کې پيسې کېږدي څو کورنۍ سرچينې پياوړې شي»، خو عمران خان دا هېوادونه نه دي په ګوته کړي.



اعلان