امريکايي چارواکو له جعلي طالبانو سره ناستې کړې

راپورونه

امريکايي چارواکو له جعلي طالبانو سره ناستې کړې

1511

د عبدالغني، عبدالعزيز، عبدالرحمن او سميع الحق په نومونو کسانو د ځينې طالبمشرانو د استازولۍ دروغودعوه کړې او له امريکايي او يو شمېر نورو لويديځو کړيو او اشخاصو سره يې په دوبۍ ښار کې متعدد ملاقاتونه کړي.

دغه جعلې استازي د ملامحمد عمر د ورور ملا عبدالمنان سره د اړيکو دعوه لري او په لويه کې د ملا محمد عمر د زوى مولوي محمد يعقوب له نومه گټه اخلي.

له دې وړاندېد رحمت الله،سلطان او محمود الله په نومونو کسانو هم په متحده عرب اماراتو او ترکيه کې د ملا رسول د ډلېاو ملاعبدالمنان په گډه استازولۍ له باندنيو کړيو سرهناستې کړې وي.

د دوبۍ په ښار کې د دي جعلي ناستو يوه نژدي څارونکې ځلاند ته وويل چې ملا عبدالغني ځاند ملامحمد عمر د کورنۍ له کسانو گڼي او له ملا اغاجان معتصم سره هم اړيکې لري ، بل پلو ته په دغه ناسته کې گډون کوونکي بهرنيان لاهم د دي خلکو له اصليت او اهميت نه خبر نه دي.



اعلان