سپنتا: افغانستان لپاره د امريکا نوې تګلاره ناکامه شوې ده

افغانستان

سپنتا: افغانستان لپاره د امريکا نوې تګلاره ناکامه شوې ده

259

د ملي امنيت پخواني سلاکار افغانستان لپاره د امريکا نوې تګلاره ناکامه بللې ده.

سپوټنيک خبري سرچينې د «يو» چېنل په حواله ويلي، چې د ملي امنيت پخواني سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا ويلي، چې افغانستان لپاره د امريکا نوې تګلاره ناکامه شوې ده.

سپنتا د ترکيې له اناضول خبري اژانس سره مرکه کې ويلي، چې افغانستان او سويلي اسيا لپاره د امريکا پر نوې تګلاره د يو کال تېرېدو سربېره افغانستان کې ناامني او بې ثباتي روانه ده او جګړې هېواد کې زور اخيستی دی.

هغه زياته کړې ده، چې د امريکا نوې تګلارې هېواد کې پر امنيت او ثبات کوم مثبت اغېز نه دی لرلی او د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې د دولت د ولکې د لمنې د پراختيا لامل نه ده شوې.

سپنتا چې وړاندې د هېواد د بهرنيو چارو وزير هم پاتې شوی، ټينګار کوي چې د افغانستان دولت بايد خپله ولکه نورو سيمو ته وغزوي او هغه سيمې له طالبانو ونيسي چې د هغوی په ولکه کې دي.

سپنتا په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې يوې تازه ترسره شوې سروې کې ويل شوي، چې ۴۹ سلنه امريکايان خپل هېواد په افغانستان کې د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې ناکام بولي. دغه سروې پيو څېړنيز مرکز کړې او څرګنده کړې يې ده، چې يوازې ۳۵ سلنه امريکا په دې اند دي چې هېواد يې افغانستان کې بريالی دی او پاتې ۱۶ نور وايي چې نه پوهېږي امريکا افغانستان کې ناکامه او که بريالۍ ده.



اعلان