جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ سبا بېرته پرانېستل کېږي

سيمه او نړۍ

جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ سبا بېرته پرانېستل کېږي

212

جلال اباد ښار کې د پاکستان تړل شوې کونسلګرۍ سبا (دوشنبه) بېرته پرانېستل کېږي. دغه کونسلګرۍ د یو لړ اختلافاتو له امله نږدې څلوېښت ورځې وړاندې پاکستان تړلې وه چې د ختیځو ولایتونو خلک د ویزې له سختو ستونزو سره مخ وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل ویلي، د افغان حکومت له لوري د باور راکولو وروسته کونسلګرۍ بېرته پرانېزو. جیو نیوز د فیصل له خولې لیکلي چې د جلال اباد او شاوخوا سیمو خلک کولای شي چې سر له سبا د ویزو له پاره فورمونه جمع کړي.

ټولنیزو شبکو کې له پرونه داسې اوازې وې چې کونسلګرۍ نن (یکشنبه) پرانېستل کېږي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند خبرو دا اوازې رد کړې.

پاکستان د اګسټ میاشتې په دېرشمه نېټه کونسلګرۍ د یو لړ اختلافاتو له امله تړلې وه. پاکستانۍ کونسلګرۍ او د جلال اباد چارواکو یو بل تورن کړي وو.

کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر پر مهال دواړو لورو ومنله چې کونسلګرۍ به بېرته پرانېستل شي.



اعلان