شېرپاو: د کرښې د دواړو غاړو پښتنو د چوپ کولو دسیسه روانه ده

افغانستان

شېرپاو: د کرښې د دواړو غاړو پښتنو د چوپ کولو دسیسه روانه ده

688

د قومي وطن ګوند مشر وايي، د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړو د منځلارو پښتنو د غږ د چوپ کولو دسیسه د یوه پلان له مخې کېږي.

د ډان نیوز د رپوټ له مخې، افتاب احمد خان شېرپاو د ګوند مرکز (وطن کور) کې د ګڼو روښانفکرانو، عملي کسانو او ژورنالېستانو یوې غونډې ته په وینا کې له کابل او اسلام اباد څخه وغوښتل چې د حکومتونو او خلکو تر منځ اړیکې پياوړي کړي.

شېرپاو زیاته کړې، له افغانستان سره باید په هره کچه دوه اړخیزې اړیکې پياوړي شي. هغه د پاکستان ثبات د افغانستان له ثبات او سولې سره تړلی وباله.

شېرپاو چې پخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم و، له پښتنو مشرانو يې وغوښتل چې خپل مسوولیتونه وپېژني او د خلکو په منځ کې د محرومیت احساس له منځه یوسي.

 



اعلان