د پاکستان د پوځ مشر د یوې افغان ناروغې وړیا درملنه منلې

راپورونه

د پاکستان د پوځ مشر د یوې افغان ناروغې وړیا درملنه منلې

731

د نورزيې په نوم د سرطان یوه افغان ناروغه به سبا (دوشنبه) په تورخم واوړي، څو پېښور کې يې د سرطان د ناروغۍ وړیا درملنه وشي.

ټرېبیون رسنۍ لیکي، پاکستان دغه کار د نېک نیتۍ له مخې کوي. رسنۍ کابل کې د پاکستان د سفیر زاهد نصرالله خان له خولې لیکلي، نصرالله خان د نورزیې له پاره د ځانګړي ملاتړ غوښتنه کړې وه چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه يې له وړیا درمنلې سره هوکړه وکړه.

له نورزیې سره به درې پایوازان هم وي. رپوټ زیاتوي، دوی به روغتون ته د یوه امبولانس په واسطه ورسول شي.

پېښور کې د افغان کونسلګرۍ یوې ډېپلوماټې مستورې ستانکزۍ ويلي،د نورزيې وړیا درملنه به په شوکت خانم روغتون کې وشي. ستانکزۍ هم منلې چې نورزیه به د دوشنبې په ورځ په تورخم ورشي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې شوکت خانم روغتون ته د ۶.۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ماشینونه ورکړي، څو د افغان کډوالو په ګډون د سرطان ناروغانو وړیا درملنه وکړي.



اعلان