اکسومون لومړۍ سپوږمۍ چې له شمسي نظامه بهر موندل شوې

پام وړ

اکسومون لومړۍ سپوږمۍ چې له شمسي نظامه بهر موندل شوې

495

د امريکا د کولمبيا پوهنتون دوو پوهانو ادعا کړې، چې له شمسي نظامه وتلې لومړۍ سپوږمۍ يې موندلې ده. دوی وايي چې د امريکا د فضايي ادارې «ناسا» اړوند دوو تلسکوپونو پر مټ يې دا سپوږمۍ موندلې ده.

موندل شوې سپوږمۍ «اکسومون» د يوه ستوري شاوخوا را څرخي، چې د مشتري په حجم کې دی، هغه بیا د يوه بل ستوري شاوخوا څرخي، چې لمر ته ورته دی. دواړو پوهانو ويلي، چې ښايي دغه سپوږمۍ د نپټون ستوري په اندازه حجم ولري.

د کولمبيا پوهنتون دا پوهان وايي، چې موندل شوې سپوږمۍ له زمکې نږدې څلور زره لمريز کلونه لرې ده.



اعلان