اردګان: چې زه ژوندی يم ترکيه به څوک سرټيټې نه کړی شي

سيمه او نړۍ

اردګان: چې زه ژوندی يم ترکيه به څوک سرټيټې نه کړی شي

519

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردګان ټينګار کړی چې ترکيه د عدالت او پرمختګ ګوند په وخت کې پر مخ تللې او «هيڅوک نه شي کولی په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه وکړي».

نوموړي تېره ورځ د خپل ګوند په يوه غونډه کې د وينا پر مهال وويل: «تر څو چې په دې بدن کې ساه وي، هيڅوک به ترکيه د نړيوالو ادارو جبر ته سرټيټې نه کړي».

اردګان ټينګار وکړ، چې «له هغه وروسته چې ترکيه موږ پر پښو ودروله، هيڅوک به ونه توانېږي، چې سرټيټې يې کړي».

هغه ژمنه وکړه چې د ځانګړو حل لارو او پروګرامونو له مخې به هېواد خپلو موخو ته رسوي.

ترکي ولسمشر وويل: «موږ هر ډول پانګونې، ملاتړ او ونډو ته هرکلی وايو، په دې شرط چې بيه يې زموږ د مشرتابه او راتلونکې په نښه کول نه وي».

ترکيه په دې اند ده چې نړيوالو قوتونو –چې سر کې يې واشنګټن دی- د دې هېواد پر ضد اقتصادي جګړه پيل کړې، چې له امله يې ترکۍ ليره لوېدلې ده. خو ولسمشر ټينګار کړی چې د هېواد اقتصاد به يې په دوو مياشتو کې د بېرته رغېدو او پر پښو درېدو يو نوی پړاو پيل کړي.

هغه په پای کې ويلي، چې سياسي ازادي له اقتصادي ازادۍ پرته ناشونې ده.



اعلان