د نوح کشتۍ

د پرون کيسه

د نوح کشتۍ

567

د ۲۱ پېړۍ په سر کې ځینو پلټونکو د ترکی ’ارارات” غر د پاسه په تیږه کې د یوې لوی کشتۍ نښه وموندله. د یورپ کلیسا ځینو پادریانو وویل چې ممکن دا د نوح علیه السلام د کشتۍ نښې وي.
د نوح علیہ السلام پیغمبر یو لقب “آدم ثانی” دی ځکه د ده په وخت نړۍ کې یو لوی سیلاب هر څه لاهو کړل او یواځې هغه انسانان او ژوي پاتې شول چې د عقیدو له مخې، د ده سره په یوی لوی کشتۍ کې سپاره وو. دا پیښه په قران کریم کې هم بیان شوې ده چې نوح عليه السلام د خدای تعالی په حکم یوه لویه کشتۍ تیاره کړه. په یو ټاکلي وخت چې سیلۍ او باران شروع شول نو هغه د زمکې له ټولو ژويو او ځناورو يوه يوه جوړه دغې کشتۍ ته وروخیژول. بیا سیندونه هم له اوبو ډک شول او کشتۍ ۴۰ ورځې په اوبو کې روانه وه. اخر یو ځای تم شوه، خلک له دې ښکته شول او پر زمکه بیا ژوند شروع شو.
ارارات د ترکي په ختیځ کې د ایران او ارمینستان د پلې سره ۵ زره میټر لوړ غر دی چې اوريې شیندلو او په لرغونې نړۍ کې ترټولو لوړ او پراخ ګڼل کېدو. ددې په زرګونو کلومیټر زمکه بې شمیره لوی واړه غرونه دي. ارارات د ارمیني ژبې توری دی چې په تورات کې يې هم ذکر شوی دی. په لرغوني تاریخ کې په ارارا غر خلکو په ډلو کې ژوند کوو. په ۱۲۸۶ ق م کې د دې ځای میشتو قبایلو ذکر د اسیریا په خټینو تختو کېږي چې د دوی د باچاهانو سره جنګیدل. دغه خلک په ۶ ق م پېړۍ کې د میډز له خوا مات شول. ورپسې د ارارا غر نوم له تاریخ ورک شو.
په ۴۲۵ م کې د بازنطین (ترکي) یو مسیحي تاریخ پوهه ” فیلوسټروجیاس” په ارارات د نوح د کشتۍ د شتون په اړه لومړۍ لیکنه وکړه. دی هغه غر ته نه و ورغلې خو په کتابخانه کې د جغرافیې د کتابونو مطالعه يې ډېره کوله. هیڅوک خبر نه دي چې هغه د کشتۍ په اړه معلومات له چا اخستي وو. خو ورپسې لیکوالانو د ده لیکنه د سرچینې په توګه کاروو. په ۱۸۰۰ م کې د یورپ لرغون پوهانو په ارارات پلټنې پېل کړې. خو هلته ختل ګران کار و ځکه د ۱۴ نه تر ۱۷ زره فټه لوړ، د غر د بیخ نه تیزابي لاوه ډبره شوې او په واورو کې پټه وي او ټوله ساحه ۱۷ مربع میل ده. د دې په خاوره پلټنې وشوې چې د یو سیلاب نښې ورباندې پیدا کړي.
په ۱۸۵۰ م کې دغه غر ته ختونکو پر زمکه د کشتۍ په شکل جوړ یو نقش ولیدو. هغه راهیسې دغه ځای د پلټونکو پام ځان ته واړوو. دا نقش د اوسنیو کشتیو په شان دی او لرغون پوهانو پرې باور نه کوو چې د نوح کشتۍ هم په اوسني شکل جوړ و. د فارس خلیج چاپېره څو ملکونه پراته دي او د غره نه بهیدونکې واورینې اوبه ترټولو زیات په دجله سیند کې توېږي. په سوریا ( شام) کې دا اوبه د فرات سیند سره یو ځای کېږي چې د ارارات له غره اوبه اخلي. د دجله او فرات ترمنځ خاوره د میسو پوټیمیا په نوم پیژندل کیده چې د دې د یو باچا “ګیلګامیش” په داستان کې هم د لوی سیلاب ذکر کېږي. د تورات او د انجیل د نوح سیلاب سرچینه هم دغه سیندونه ګڼلې شي. د غر نه ښکته سیند د خاورې او د غر د پاسه خاوره پخپلو کې موازنه شول. چاپیره ترې د برونز د زمانې لرغوني اثار وموندل شول چې ښایی انسانانو به دلته ژوند کړې وي.
په ۱۹۸۸ او ۸۹ م کې پلټونکو، د راډار د ټیکنالوجي په مټ، ارارات په غر د کشتۍ لټون وشو. په ختځو څنډو يې هیڅ و نه موندل او په لویدیځو څنډو یواځې د واورې کچ يې معلوم کړې شو. په ارارات د واورو ګلېشیر (برفکوچ) جوړېږي او که دلته کشتۍ وای نو پخوا به د خویدونکو واورو سره ښکته غورځیدلې او ترۍ تم شوی وای. د ارارات غر څو نورې څوکې هم لري چې هلته واورې او تیږې پرتې دي. دغه واړه غرونه ممکن د یو سیلاب له کبله جوړ شوې وي خو د دې څه شواهد نشته. هلته کې ډبره شوي چینجي او نور ژوي ښایی چې یو وخت دا د سمندر په تل کې وه ځکه د چونې تیږه هم پکې شته.
په ۲۰۱۰ م کې د ترکی او چین پلټونکو په دغه غر بیا څېړنې شروع کړې. د دوی ګډ هیت، د ” نوح د کشتۍ دینیاتو نړۍ وال ډله په هانګ کانګ کې میشت ده. د ټولې نړۍ ۱۰۰ نه زیات پلټونکي له دوی سره کار کوي. د دوی څېړنو وښودله چې په غر د سیلاب اوبه ۱۳ زره فټ لوړ ختلې وې او که هغه وخت یو کشتۍ پاتې وه نو هغه به يې له ځانه سره د غر څوکې ته وړې وه. غر کې پلټونکي باور لري چې د کشتۍ لرګی او میخونه اوس هم د غره په سر واورو کې موجود دي او یوه ورځ به يې دوی رابرسیره کړي.
هغه ساینس پوهان چې په دغو څېړنو باور نه کوي، وایی چې د ارارات لوړې څوکې د ماتې “لاوه” ټوټې لري او یوه کشتۍ ورباندې نشي ټینګیدای. خو پلټونکي باور لري چې ۳ زره کاله پخوا، ممکن دا غر ټیټ و او کله چې ترې اور او لاوه راوتله نو یخه شوه او غر پرې لوړ شو. یوه بله مفکوره دا ده چې سیلاب سره ډېره خټه او تیږې هم د غر لوړو ته وختلې او هلته پاتې شوې.
تراوسه د کشتۍ پاتې شونې یا د دې لرګی نه دی موندل شوې خو د پلټونکو هیله نه ده ختمه.

د لیکوالې له بلاګه



اعلان