له مصنوعې خوږې ډک مشروبات پر شکره اخته کېدو لپاره بس دي

روغتیا

له مصنوعې خوږې ډک مشروبات پر شکره اخته کېدو لپاره بس دي

374

استرليا کې په شوې يوه نوې څېړنه کې څرګنده شوې ده، چې له مصنوعې خوږې ډک مشروبات يا (ډايټ سافټ ډرنکس) له چاغښت او شکرې د خلاصون لپاره ګټور نه دي، نه هم روغتيا لپاره له هغو مشروبات ښه دي، چې بوره په کې وي.

د ايډيليډ طبي ښوونځي دې څېړنه کې موندل شوې ده، چې يوازې د دوو اوونيو لپاره د مصنوعې خوږې کارول معده کې شته بکترياوو کې د بدلون راوستو لپاره بس دی.

دا بدلونونه د بدن د شکرې د کنټرول صلاحيت ته تغير ورکوي، چې په پايله کې يې پر شکره د اخته کېدو ګواښ ډېرېږي.

د دې څېړنې دوران کې د دوو اوونيو لپاره پر ۲۹ رمټو ځوانانو ازموينه وشوه.

په دې کې نيمايي ځوانانو ته د مصنوعي خوږې کپسولونه ورکړل شول، چې اندازه يې د ورځې د ۴ نيمو قطيو مشروباتو برابره وه.

نورو نيمو ته ساده کپسول ورکړل شول، چې هيڅ خوږه په کې نه وه.

څېړونکو وروسته د دوی د معدو بکتريا معاينه کړې او معلومه شوه چې کومو ځوانانو چې د مصنوعې خوږې لرونکي کپسول کارولي وو، هغوی کې ښکاره بدلون رامنځته شوی و، چې د هغه هورمون اخراج يې کم شوی و، کوم چې وینه کې د ګلوکوز لېول کنټرولوي.

څېړونکو وويل چې د دې چارې د رامنځته کېدو لپاره يوازې دوه اوونۍ د مصنوعي خوږې کارول بسنه کوي، چې له امله يې د شکرې ګواښ ډېرېږي.

له دې وړاندې د همدې ښوونځي په يوه بله څېړنه کې ويل شوي وو، چې په دغو مشروباتو کې داسې جزيات شته، چې د استعمال په پايله کې يې لوړ فشار، د وينې د غوړو لوړه اندازه او چاغښت رامنځته کېدی شي.



اعلان