سکاټ مېلر: د افغانستان جګړه ښايي ډېرو کلونو ته اوږده شي

افغانستان

سکاټ مېلر: د افغانستان جګړه ښايي ډېرو کلونو ته اوږده شي

403

افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر څرګنده کړې ده، چې روانه جګړه ښايي ډېرو کلونو ته وغځېږي. هغه زياته کړې ده، چې دې هېواد کې امنيتي ستونزې لا هم شته او ښايي روانه جګړه کلونه نور هم دوام وکړي.

مېلر دا څرګندونې وړمه ورځ پنجشېر ته د سفر پر مهال وکړې، هغه وويل چې نړيواله ټولنه به د افغانستان مرستې ته ادامه ورکړي.

«په افغانستان کې ګڼې ستونزې شته، دا وضعيت په دې معنا دی چې اوس هم په راتلونکې کې له جګړې سره مخ يو، زه په دې پوهېږم چې د افغانستان خلک ډېر دښمنان لري او له ډېرو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي». ښاغلی مېلر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې هېواد کې جګړه د امريکا د شتون سربېره ورځ له بلې خطرناکه بڼه خپلوي او په روان کال کې ان د سوريې په څېر د ناورين وړاندوينه کېږي.

د جګړې د غځېدا په اړه د مېلر څرګندونې په داسې حال کې دي، چې څه موده مخکې د امريکايي پلاوي او طالب استازو تر منځ يوې ناستې هغه راپورونه تاوده کړي وو، چې په کې ويل کېده، چې ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ويستلو نيت لري. سرچينو خبر ورکړی و، چې په نږدې راتلونکې کې به ورته نورې ناستې هم ترسره شي، خو د وخت او ځای په اړه يې هيڅ نه دي ويل شوي.



اعلان