اتمر: کندهار کې د ملکي وګړو وژنه غندم، دولت دې جدي پلټنه وکړي

افغانستان

اتمر: کندهار کې د ملکي وګړو وژنه غندم، دولت دې جدي پلټنه وکړي

830

د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر د کندهار معروف ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په وژلو خواشیني څرګنده کړې او پېښه يې غندلې ده.

د اتمر له لوري په یوې خپره شوې اعلامیه کې راغلي "د افغانستان پر دولت په ځانګړي توګه پر امنیتي مسوولینو غږ کوم، چې د پیښې هر اړخیزه او جدي پلټنه وکړي او د څیړنې پایلې بررسي او له ملت سره شریکې کړي". اتمر له افغان ځواکونو او غوڅ ملاتړ ماموریت څخه غوښتنه کړې چې د ملکي وګړو د مرګ-ژوبلې د مخنیوي له پاره "جوړ شوی طرزالعمل" رعایت کړي.

اتمر له دولت څخه غوښتنه کړې چې د پېښې قربانیانو او کورنیو ته يې بېړنۍ مرستې ورکړي.

د پنجشنبې په ورځ د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د واده په مراسمو د یوې چورلکې د بمبار په پایله کې ښځې او ماشومان مړه شوي چې شمېر يې څلور تنه ښودل کېږي.

اتمر موده وړاندې له حکومت سره د یو لړ اختلافاتو له امله استعفی ورکړه. ویل کېږي، اتمر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته په چمتووالي بوخت دی.



اعلان