بن سلمان: د امریکا له مرستې پرته دوه زره کاله هم پاتې کېدای شو

سيمه او نړۍ

بن سلمان: د امریکا له مرستې پرته دوه زره کاله هم پاتې کېدای شو

2588

سعودي د امریکا د ولسمشر هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي يې وو، سعودي د امریکا له مرستې پرته دوه اوونۍ هم پاتې کېدای نه شي.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان چې لویدیځ کې د MBS په لنډ نوم پېژندل کېږي، له امریکايي بلومبرګ رسنۍ سره يې مرکه کې ویلي، موږ د امریکا له مرستې پرته دوه زره کاله هم پاتې کېدای شو.

د بن سلمان په خبره، سعودي له امریکا کلونه وړاندې (۱۷۴۴ز) کې رامنځته شوی او د امریکا په څېر له کورنۍ جګړې سره مخ شوی نه دی. بن سلمان زیاته کړې، امریکا د غلامۍ د له منځه وړلو له پاره کلونه جګړه وکړه او زرګونه کسان ووژل شول، خو دلته (سعودي کې) موږ له کورنۍ جګړې پرته د سختدریځۍ او ترهګرۍ د له منځه وړلو هڅه کوو.

له امریکا څخه د وسلو رانیولو په تړاو هغه وویل چې د ټولو پېرل شویو وسلو له پاره پيسې ورکول کېږي، "دا وړیا تجهیزات نه دي".

دوه ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یوې غونډې ته په وینا کې ویلي وو چې سعودي زموږ له ملاتړ پرته دوه اوونۍ هم پاتې کېدای نه شي. ټرمپ ویلي وو چې دا خبره مې د سعودي پاچا ملک سلمان ته کړې ده.

ټرمپ څرګنده نه کړه چې دا يې کله ویلي، خو د تېرې شنبې په ورځ ټرمپ له ملک سلمان سره په ټيلیفون خبرې کړې وې.



اعلان