سروې: نیمايي امریکایان وايي، امریکا افغانستان کې خپلو موخو ترلاسه کولو کې ناکامه ده

راپورونه

سروې: نیمايي امریکایان وايي، امریکا افغانستان کې خپلو موخو ترلاسه کولو کې ناکامه ده

733

یوې تازه تر سره شوې سروې کې ویل شوي چې ۴۹ سلنه امریکایان خپل هېواد په افغانستان کې د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې ناکامه ګڼي.

پیو څېړنیز مرکز چې دغه سروې يې کړې وايي، یوازې ۳۵ سلنه امریکايان، امریکا افغانستان کې خپلو موخو ترلاسه کولو کې بریالۍ بولي. پاتې ۱۶ سلنه امریکايانو ویلي، نه پوهېږي چې امریکا ناکامه که بریالۍ ده؟.

دا سروې داسې مهال خپرېږي چې سبا (یکشنبه) په افغانستان کې د امریکا د جګړې اوولس کاله پوره کېږي، خو د امریکا د اوولس کلن شتون سره-سره جګړه پراخه ده او د افغان ځواکونو او ملکي وګړو سربېره امریکايي ځواکونه هم وژل کېږي.

په ۲۰۱۴-۱۵ ز کلونو کې تر سره شویو سروېګانو کې هم ډېرو امریکایانو د امریکا د افغان جګړې په تړاو منفي نظر ورکړی و.



اعلان