محمد بن سلمان: د ايران د ايسارو کړو هر بېلر تېلو بدل کې دوه بېلره صادروو

سيمه او نړۍ

محمد بن سلمان: د ايران د ايسارو کړو هر بېلر تېلو بدل کې دوه بېلره صادروو

882

د سعودي شهزاده محمد بن سلمان ټينګار کړی، چې د اوپک تړون ګډونوال او نه ګډونوال د تېلو صادروونکي ټول هېوادونه د ايران له لوري د يو بېلر ايسارو شويو تېلو بدل کې دوه بېلره صادروي.

بلومبرګ اژانس سره څرګندونو کې د سلمان پاچا زوی د دې پوښتنې ځواب کې چې امریکايي ولسمشر د تېلو د بيو ټيټولو غوښتنه کوي، ويلي: «په اصل کې دا غوښتنه چې امريکا يې له سعودي او نورو هېوادونو کوي پر دې ټينګار دی چې که د ايران له لوري د تېلو صادراتو کې کمی وي، نو موږ بايد ډېر تېل صادر کړو او دا کار وار له مخه شوی دی».

هغه زياته کړه: «که زه غلط نه شم نو ايران په وروستيو کې د تېلو صادراتو کې شاوخوا ۷۰۰ بېلره کموالی راوستی، خو د دې بدل کې سعودي او نورو هېوادونو هره ورځ ۱.۵ مليونه بېلره اضافي صادر کړي دي».

د تېلو بيو ته په اشاره شهزاده ويلي، چې «د سعودي د تاريخ په اوږدو کې موږ تر اوسه سوچ نه دی کړی، چې ايا پر تېلو چې موږ کومه بيه ايښې، سمه ده که نه». د هغه په وينا دا په بازار پورې اړه لري، چې غوښتنه ډېره وي بيه لوړه او چې غوښتنه کمه وي بيه ټيټه وي.

ابن سلمان څرګنده کړې، چې سعودي يوازې دې ته پام کوي چې وړاندې کېدونکي تېل پوره دي او که نه؟

د يادونې وړ ده چې د «EIA» له راپور سره سم سعودي د هغو هېوادونو په سر کې دی، چې تېر کال يې امريکا ته له بل هر چا ډېر تېل ورکړي دي. د دې ادارې له راپور سره سم سعودي تېر کال ۹۴۹ زره بېلره تېل امريکا ته صادر کړي دي.



اعلان