هند د امریکا د ګواښونو سربېره له روسيې سره د توغندیو او الوتکو ضد سیسټم تړون لاسلیک کړ

866
هند له روسيې سره د توغندیو او الوتکو د راپرځولو پر یوه ۵.۴ میلیاردي تړون لاسلیک کړی. دغه تړون نن نوي ډيلي ته د روسي ولسمشر ویلادیمیر پوتین د سفر په دویمه ورځ د هندي لومړي وزیر نرېندرا مودي له لوري لاسلیک شو.
د رپوټونو له مخې، دغه ایس-۴۰۰ سیسټم کولای شي چې لسګونه کیلومتره واټن لرونکې الوتکې او توغندي په نښه کړي.
ایس-۴۰۰ ترېموف سیسټم له ځمکې هوا ته توغندي توغوي چې د تړون له مخې، روسیه به پنځه دانې پر هند پلوري.
وړاندې امریکا، هند ته د دغه تړون د لاسلیکولو خبرداری ورکړی و. امریکا، هند پر بندیزونو لګولو ګواښلی و، خو داسې ښکاري چې هند د امریکا ګواښونه له پامه غورځولي.
د دغه سیسټم لېږد به د بل زېږدي کال په اکتوبر میاشت کې پېل شي.
له دې پرته د دواړو هېوادونو تر منځ په دفاعي، اټومي او فضايي څېړنو برخه کې نږدې شل تړونونه لاسلیک شول.