د جنوبي کوريا پخوانی ولسمشر د فساد په تور په ۱۵ کاله بند محکوم شو

سيمه او نړۍ

د جنوبي کوريا پخوانی ولسمشر د فساد په تور په ۱۵ کاله بند محکوم شو

330

د جنوبي کوريا پخوانی ولسمشر لي ميونګ-بک چې لا له مخه د حکومت له لوري نيول شوی و، د فساد په تور په ۱۵ کاله بند محکوم شو.

د دې هېواد رسنيو خبر ورکړی دی، چې پلازمېنه سيول کې نن محکمې د دې هېواد پر پخواني ولسمشر لي ميونګ-باک د ۱۵ کاله بند پرېکړه وکړه.

پر پخواني ولسمشر دا پرېکړه د فساد په تور په هغه لړۍ کې شوې ده، چې پخواني ولسمشران او چارواکي په کې د جنايي جرمونو په تور محاکمه کېږي.

سيول کې د منځنۍ سيمې محکمې لي پر ګڼو تورونو تورن کړل، چې بډې، اداري فساد او غلا په کې شامل وو.

هغه د تورونو له ثابتېدو وروسته په ۱۵ کاله بند او ۱۳ مليارده وون (چې د ۱۱ نيم مليون ډالرو برابر دي) پرې کولو محکوم شو.



اعلان