واشنګټن پوسټ: ټرمپ سعودي نه د يوه بريد بيه څلور مليارده ډالر غواړي

سيمه او نړۍ

واشنګټن پوسټ: ټرمپ سعودي نه د يوه بريد بيه څلور مليارده ډالر غواړي

1796

امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په يوه مطلب کې څرګنده کړې ده، چې امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سعودي نه د پټو عملياتو بيه ۴ مليارده ډالر غواړي.

ورځپاڼې زياته کړې ده، چې ټرمپ له دې پرده پورته کړې، چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز ترې په وروستيو کې د تلفون له لارې غوښتنه وکړه، چې يوه ډېر پټ بريد يا عملياتو کې ورسره مرسته وکړي.

مطلب کې ويل شوي چې ټرمپ د دې عملياتو د نورو تفصيلاتو له په ډاګه کولو ډډه کړې، خو دا خبره يې څو ځل وکړه چې «پاچا ته مې وويل چې دا کار به ډېر زيات لګښت ولري او سعودي بايد د امريکا د مرستې ترلاسه کولو لپاره څلور مليارده ډالر پرې کړي».

د الجزيرې له راپور سره سم ټرمپ په دې تلفوني اړيکه کې د خبرو پر مهال د پاچا سلمان سپکاوی هم کړی دی، خو سعودي پر دې هر څه چوپ دی.

نړيوالې رسنۍ دا مهال پر دې تاوده بحثونه کوي چې ټرمپ د سعودي په اړه غير ډپلوماتيکې څرګندونې کوي، نوموړي پاچا سلمان ګواښلی چې د امريکايي پوځ له مرستې پرته به دوه اوونۍ هم په واک کې پاتې نه شي. دا په داسې حال کې ده چې سعودي د امريکا کلک اتحادي بلل کېږي او په وروستيو کې يې ورسره د سلګونو ملياردو ډالرو هوکړې لاسليک کړې دي، چې له امريکا به وسله رانيسي.



اعلان