پنټاګون: د افغانستان لويديځ کې مو يو سرتېری وژل شوی

356
د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون چارواکو خبر ورکړی دی، چې د افغانستان په لويدځ کې وسله والو طالبانو سره د جګړې پر مهال يو امريکايي سرتېری وژل شوی دی.
افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو تېره ورځ په دې اړه خبر خپور کړی، خو د وژل شوي سرتېري په اړه يې نور معلومات نه دي خپاره کړي. خبرپاڼه کې ويل شوي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
په منځني ختيځ کې د امريکا د پوځي عملياتو مشر جنرال جوزف ووټل د دې پېښې د پخلي تر څنګ ويلي، چې وژنې يوازې په جنګي عملياتو کې رامنځته کېږي او څوک نه پوهېږي چې جګړه به چېرته او څه وخت وي.
ووټل زياته کړې چې د وژل شوي سرتېري د کورنۍ له خبرولو وروسته به د نوموړي په اړه نور مالومات هم خپاره کړو.
د يادونې وړ ده چې پنټاګون وړمه ورځ ختيځ ولايت ننګرهار کې د يوې امريکايي الوتکې د لوېدو پېښه کې هم د ۶ تنو امريکايي سرتېرو او ۵ قراردادي جګړهمارو د وژل کېدو خبر ورکړ. طالبانو ادعا کړې وه چې دا الوتکه د دوی له لوري په نښه شوې او راغورځول شوې ده، خو امريکايي چارواکو دا ادعا رد يا تایيد نه کړه.