جنرال مشرف: که امریکايي پوځیان ووځي، افغانستان به د هند-پاکستان د نیابتي جګړې ډګر شي

سيمه او نړۍ

جنرال مشرف: که امریکايي پوځیان ووځي، افغانستان به د هند-پاکستان د نیابتي جګړې ډګر شي

965

د پاکستان پخوانی پوځي مشر وايي، که امریکايي پوځیان له افغانستان څخه ووځي، نو دغه هېواد به د دوه اټومي سیالانو، هند او پاکستان، د نیابتي جګړې په ډګر بدل شي. جنرال پروېز مشرف ویلي، تاسو د نیابتي جګړې تمه ولرئ، سل سلنه تمه.

مشرف چې په ۱۹۹۹ ز کال کې پاکستان کې د یوې کودتا له لارې واک ته ورسېد او تر ۲۰۰۸ ز کال پورې واک کې پاتې شو، له امریکايي بلومبرګ رسنۍ سره يې خبرو کې ویلي، پاکستان د اوولس کلنې جګړې سوله ییز حل غواړي. نوموړي هند تورن کړ چې د افغانستان خاوره د پاکستان د بېلتون پالو د پارولو او پاکستان کې د بریدونو له پاره د یوه مرکز په توګه کاروي.

مشرف خبرو کې دې ته هم اشاره کړې چې اسلام اباد نیابتي ځواکونه د هند پر ضد کارولي دي.

مشرف ویلي، ان که امریکایان له طالبانو سره له خبرو وروسته هم ووځي، نو هند او پاکستان به ښايي د مخالفونو ځواکونو ملاتړ وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو له څه ویلو ډډه کړې. هند په پرلپسې ډول پاکستان په افغانستان او هند کې په بریدونو کولو تورنوي. هند له اوږده مهاله وايي چې افغانستان کې يې شتون پر پرمختیايي پروژو ور ټول دی.



اعلان