ترکیه: د ملګرو ملتو امنیت شورا باید یو دایمي مسلمان غړی ولري

سيمه او نړۍ

ترکیه: د ملګرو ملتو امنیت شورا باید یو دایمي مسلمان غړی ولري

1335

ترکيې بیا غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتو امنیت شورا کې باید یو مسلمان هېواد ته ځای کړل شي.

د ترکيې د پارلمان مشر او پخواني لومړي وزیر بن علي یلدرم ویلي، امنیت شورا باید یو مسلمان غړی (هېواد) ولري.

یلدرم استانبول کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، ملګري ملتونه ټول ۱۹۴ غړي هېوادونه لري، خو د اسلامي هېوادونو د کنفرانس د غړو شمېر ۵۷ دی. هغه ویلي، د ملګرو ملتو یو پر څلورمه برخه هېوادونه مسلمان هېوادونه دي.

نوموړي زیاته کړې، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ملګرو ملتو پنځو دایمي غړو ته د ویټو حق ورکړل شو، څو د نویو جګړو د پېلېدو مخه ونیسي، خو نن موږ ګورو چې ویټو له خپلې موخې لرې شوی او د جګړو د پېلېدو په یوې وسیلې بدل شوی دی.

امریکا، روسیه، چین، فرانسه او انګلستان د ملګرو ملتو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي دي چې مهمې پرېکړې کوي. که له دغو پنځو غړو یو یې د یوې پرېکړې مخالفت وکړي، نو پلي کېدای نه شي.



اعلان