پاکستان: خبرو اترو ته د طالبانو د کښېنولو هڅې کوو، خو نفوذ مو پرې کم دی

افغانستان

پاکستان: خبرو اترو ته د طالبانو د کښېنولو هڅې کوو، خو نفوذ مو پرې کم دی

210

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير پلازمېنه واشنګټن کې د تهنګ ټينک سيمنار ته د وينا پر مهال څرګنده کړې ده، چې پر وسله والو طالبانو يې اوس د پخوا په څېر نفوذ نه دی پاتې، خو هڅه به وکړي، چې هغوی افغان دولت سره خبرو اترو ته کښېنوي.

شاه محمود قريشي زياته کړې ده، چې موږ به له خپل نفوذ څخه ګټه پورته کړو، «خو دا ياد لرل په کار دي، چې اوس پر طالبانو د پاکستان اغېز او نفوذ ډېر کم شوی دی».

د قريشي په وينا د پاکستان، افغانستان او امريکا دولتونه ټول پر دې موافق دي، چې د افغانستان د کړکېچ اواری له سياسي لارې کېدی شي، نه له نظامي لارې.

دا په داسې حال کې ده، چې رسنيو اسلام اباد کې د امريکا د پخواني سفير ريچارډ اولسن له خولې ويلي، چې پاکستان اوس هم پر طالبانو څه نا څه اغېز لري او موږ هيله لرو چې له دې نفوذ نه په ګټه اخيستو دغه هېواد طالبان له افغان دولت سره خبرو اترو ته حاضر کړي.

خبرو اترو ته د طالبانو د کښېنولو خبره يو ځل بيا په داسې حال کې تودېږي، چې امريکا ډېره موده په دې اړه چوپ وه. له دې چوپتيا وروسته تېره ورځ پاکستاني چارواکو وويل، چې «امريکا غواړي يو ځل بيا پاکستان سره اړيکې ښې کړي». هغوی زياته کړه، چې د امريکا د نوې تګلارې د پلې کولو لپاره امريکا غواړي له پاکستان سره په ګډه کار وکړي.



اعلان