سوریه: د داعش تر ولکې لاندې سیمه کې ډله ییز قبر کې تر ۱۵۰۰ جسدونه موندل شوي

راپورونه

سوریه: د داعش تر ولکې لاندې سیمه کې ډله ییز قبر کې تر ۱۵۰۰ جسدونه موندل شوي

259

رپوټونه وایي، سوریه کې د داعش تر ولکې لاندې سیمه کې یو ډله ییز قبر موندل شوی چې له زرو تر پنځلس سوو جسدونه په کې دي.
د سوریې ډیموکراتیک ځواک نن وویل چې دغه قبر د داعش پخواني پیاوړي مرکز رقه کې موندل شوی دی.
میډل ایسټ مانېټر په خپل رپوټ کې وایي، ځایي سرچینو تایید کړې چې د زرو او پنځلس سوو تر منځ جسدونه د ویجاړ شویو ودانیو څخه ایستل شوي دي.
ګومان کېږي چې جسدونه به د ملکي خلکو او هغو جنګیالیو وي چې داعش او د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په هوایي بریدونو کې وژلي.
وروستیو کې کردي چارواکو په همدې رقه ښار کې د شپږ نوي جسدونو یو بل ډله ییز قبر موندلی و.
له رقې ښاره د داعش له ایستلو وروسته د سوریې ډیموکراټیک ځواک تر اوسه ۲۲۰۰ جسدونه موندلي چې یوازې پنځه اویا سلنه جسدونه یې کورنیو ته سپارل شوي دي.



اعلان