د زنجبيل (ادرک) هيښوونکې ګټې

روغتیا

د زنجبيل (ادرک) هيښوونکې ګټې

851

زموږ شاوخوا کې ګڼ شمېر نباتات شته، چې ښايي زموږ روغتيا او مزاج ښه کړي، خو درملنه کې له کارونې وړاندې يې اړينه ده، چې له ډاکټر سره مشوره وشي، څو روغ پاتې شو.

زنجبيل هم يو له هغو نباتاتو دی، چې د روغتيا لپاره خورا ګټور بلل کېږي او له اوږدو مودو راهيسې د درملنې په پار کارول کېږي. ځينې ځانګړتياوې يې په لاندې توګه دي:

د هاضمې عمليه ښه کوي: ډېر خلک د ګېډې له پړسوب او بدهضمۍ شکايت کوي، چې له امله يې ګېډه کې دردونه او ناارامي رامنځته کېږي، زنجبيل يا ادرک د معدې په تشولو او د هاضمې د عمليې ښه کولو کې خورا ګټور دی.

وينه کې د شکرې اندازه منظموي او د زړه پر ناروغيو د اخته کېدو ګواښ کموي.

پر شکره د اخته کېدو مخنيوی کوي.

د عضلو دردونه کموي.

وينه کې د کوليسټرول اندازه را کموي.

له دې امله چې جينجيرول ماده لري د ناروغيو د سرايت او التهاباتو مخنيوي کوي او پر سرطان د اخته کېدو مخه نيسي، دغه راز بدن له مکروبونو او د تنفسي جهاز له التهاباتو ژغوري.

د بندونو پر التهاب د اخته کېدو مخه نيسي او درملنه يې کوي او په مېرمنو کې د حيض دردونه کموي.



اعلان