ننګرهار: د امريکایي الوتکې لوېدو پېښه کې ۱۱ تنه وژل شوي

افغانستان

ننګرهار: د امريکایي الوتکې لوېدو پېښه کې ۱۱ تنه وژل شوي

2491

د امريکا يوه «C-130» ډوله ټرانسپورټي الوتکه تېره ورځ د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې لوېدلې او په کې سپاره ۱۱ تنه ټول وژل شوي دي.

د امريکا دفاع وزارت د دې پېښې او د وژل شويو کسانو د شمېر پخلی کړی دی. پنټاګون ويلي چې په وژل شويو کې ۶ تنه امريکايي پوځيان او ۵ قراردادي جګړه‌مار شامل وو، خو دا چې دوی د کومو هېوادونو دي، پنټاګون څه نه دي ويلي.

د امريکايي پوځ يوه وياند ډګروال برېن تريبس ويلي، چې الوتکه پر ځايي وخت سهار ۳ نيمې بجې له هوايي ډګره له الوتو لږ وروسته راوغورځېده.

وسله والو طالبانو رسنيو ته په استولې اعلاميه کې ادعا کړې چې دا الوتکه د دوی له لوري په نښه شوې او راغورځول شوې ده، چې ۱۵ تنه سپاره په کې وژل شوي دي. خو امريکايي او افغان چارواکو لا په دې اړه څرګندونې نه دې کړي.

د اېن بي سي په ګډون نړيوالو خبري سرچينو په الوتکه کې د وژل شويو کسانو شمېر له ۱۱ پورته ښودلی او څرګنده کړې يې ده، چې افغانان هم په کې دي.



اعلان